الجزيرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسرائیلو د غزې په شمال کې له حماس غورځنګ سره د بېګانۍ جګړې پر مهال د خپل وسله وال پوځ د «غفعاتي‌» لوا‌ د نهمې قطعې د درې عسکرو وژل کېدل تاييد کړل.

سرچينه وايي، ياد اسرائيلي عسکر پرون ورځ د غزې په شمال کې د سختې نښتې پر مهال د یوې زورورې چاودنې له امله وژل شوي، او دوه نور عسکر ټپیان شوي هم دي.

له بل لوري بيا حماس غورځنګ بېګانۍ جګړه کې صهيونيستي رژيم ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبره کوي او په وينا یې جنګياليو یې د خورا قوي بريدونو پر مټ لسګونه اسرائيلي عسکر وژلي او ټپيان کړي دي.

ياده دې وي چې غزه کې د جګړې له پيل راهيسې تر اوسه صهيونيستي رژيم د خپلو تلفاتو دقیق ارقام نه خپروي او د نړيوالو څيړنيزو بنسټونو په وينا د اسرائيلو مرګ‌‌ژوبله له هغې څو چنده ډېره ده کومه چې دوی په رسنيو کې بيانوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version