وال سټريټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار په براون پوهنتون کې تېره شپه د شویو ډزو له امله ۲ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

سرچينې ويلي، تر اوسه د بریدګرو شمېر او د اوښتې مرګ ژوبلې دقيق ارقام لا نه دي معلوم شوي.

پوليسو رسنيو ته د ډېرو جزياتو له ورکړې، انکار کړی؛ خو براون پوهنتون بيا په خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version