په بهر کې مېشتو ځینو مخالفو ډلو ټپلو تر اوږدمهاله بحثونو او کشمشکونو وروسته، په تېرو نږدې ورځو کې پر یوه بل مجازي ائتلاف د جوړېدو په اړه تفاهم ته د رسېدو خبر وکړ، خو تر دغه راپورونو څو ساعته وروسته ائتلاف له سختو مخالفتونو، ټکرونو او ځان غوښتنو سره بېرته وپاشل شو او په دې سره آن هغه تېر جوړښتونه هم متزلزل او د زوال په لوري ولاړل. پخواني جنګ سالاران او د پرځېدلي جمهوریت مشران، په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته دا څوویم ځل دی، چې په بېلابېلو نومونو لنډمهالي ائتلافونه جوړوي، خو په چټکۍ سره بېرته پاشل کېږي.
په تازه ائتلاف کې د مقاومت په نوم عالي شورا، ملي مجمع او عدالت ګوند په نوم پخواني جنګ سالاران، ټکنوکران او د پخواني کمونیستي رژیمونو پاتې شوني راټول شوي وو، انلاین ناسته یې جوړه کړه وه او د دغه ائتلاف د همغږۍ خبر یې یې پکې ورکړ، خو تر اعلان وروسته یې ځينې غړي په چټکۍ سره پر خپلو پرېکړو پښښمانه شول، تر دې چې د پاشل شوي جمعیت ګوند یو مشر صلاح الدین رباني رسماً له دغه ائتلاف او آن د مقاومت په نوم شورا سره خپل پرېکون اعلان کړ، چې په دې سره نه یوازې دا چې دا نوی جوړ شوی ائتلاف وپاشل شو، بلکې هغه پخواني نسبي او د بهرنیانو په لارښوونه رامنځته شوي جوړښتونه یې هم متزلزل کړل.
دا څېرې چې په افغانستان کې د تېرو جګړو، وژنو، پر پردیو د هېواد پلورلو، د عام ولس د ځورونو، ناخوالو، په زوره د میلیونونو کسانو د مهاجرت، په لکونو بې ګناه افغانانو د وژنو او معیوبولو اصلي عاملین دي، لسیزې یې افغانستان د خپلو ګټو لپاره د جګړو په سره تنور بدل کړی و، خو په افغانستان کې د امریکايي او نړیوال اشغال له پای ته رسېدو سره سم یې، د پردیو پر اوږو تکیه سلطنت له خاورو سره خاورې او تېښتې ته اړ شول. دوی چې د خپل تېر واک، ځواک، دبدبې او معیشت حسرت اخیستي دي، له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه هڅه کوي، چې افغانستان بیا د جګړې په ډګر بدل کړي او دوی پکې خپلې شخصي ګټې خوندي کړي.
خو اوس چې د افغانستان عیني واقعیتونه له پخوا بدل دي، افغان ولس او آن نړیوالو له هغو بدرنګو څېرو مخ اړولی. مخالفین اوس هڅه کوي چې په بهر کې د افغانستان په اړه ناسم او دروغجن تصویر وړاندې کړي، هلته منفي تبلیغات کوي، له پاروونو ډکې څرګندونې کوي، په افغانستان کې د مېشتو قومونو په منځ کې بې اتفاقیو او ګډوډیو ته لمن وهي او دغه راز د سیمې او نړۍ له مضرو هېوادونو، استخباراتي ادارو او جرمي شبکو سره په توطیو جوړولو بوخت دي، خو دوی ځکه ناکام دي، چې نه په افغانستان کې د پښې ایښودلو ځای لري او نه هم ولس ورسره کومه خواخوږي لري، بلکې ولس دومره کرکه ترې لري، چې خبرې یې هم پرې سختې او ګرانې تمامېږي.
دوی همدغه لالهانده او سرګردانه حالت ستړي کړي دي، کله یو څه او کله بل څه ته لاس اچوي، خو بېرته خالي منګولې را ګرځي. دوی نه په افغانستان کې دننه او نه هم له افغانستانه بهر ځان ته خریدار موندلی شي. هر ناسم پلان او توطیه یې یوه په بلې پسې افشاء او شنډېږي، ائتلافونه یې شړېږي، فسادونه او نادودې یې را برسېره کېږي او د ولس کرکه ورځ تر بلې ترې ډېرېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
