د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو وزیر جان سي فیلان له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند شان پارنل په اېکس پاڼه لیکلي چې فیلان «سمدستي له پینټاګونه جلا کېږي»، خو د استعفا د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

نوموړي د ۱۳ میاشتو لپاره په دې دنده کې کار کړی و او ټاکل شوې چې د نوموړي پر ځای د د یاد وزارت مرستیال هونګ چائو د امریکا د سمندري ځواکونو راتلونکی وزیر وټاکل شي.

په وروستيو ورځو کې د ټرمپ د کابینې دا دوهم وزير دی، چې له خپلې دندې لاس په سر کېږي. تر دې وړاندې د امريکا د کار وزيرې هم خپله استعفا وړاندې کړې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version