د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غېږ نیونې نړیوالې جشنوارې د پرانیستې مراسمو ته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ويلي، چې افغانستان کې په دومره لويه کچه د سياليو ترسره کېدل دا ثابتوي، چې د افغانستان ورزش د نورو برخو تر څنګ ښه وده کړې ده.

نوموړي ويلي، چې ورزش د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو واسطه ده او په دغو وروستیو کې د افغانستان ورزش ادارې لاسته راوړنې د پام وړ دي.

ښاغلي متقي هیله څرګنده‌ کړې، چې په راتلونکي کې به له نړۍ سره د افغانستان ورزشي اړیکې لا پیاوړې شي او دا ډول سترې برنامې به دوام پيدا کړي.

نوموړی زياتوي هيله ده، چې په سیمه کې هم وضعیت ډاډمن شي او اوربند دوام وکړي ترڅو د سیمې هېوادونو وګړي په امن کې ژوند وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version