د ايران پارلمان مشر باقر قاليباف يو ځل بيا ټينګار کړی، چې امريکا له شوي اوربند سرغړونه کړې او د زور او جبر له لارې یې د ايران سمندرونه محاصره کړي.
هغه زياتوي، چې سمندري محاصره بايد پای ته ورسیږي او په ټولو جبهو کې د اسرائیل او امريکا جګړه ودرېږي؛ کنه نو په وينا يې له دې پرته، د اوربند د ښکاره نقض په حالت کې د هرمز تنګي بیا پرانیستل هېڅکله ممکن نه دي.
نوموړي زیاته کړې، امریکا چې د پوځي یرغل له لارې خپلو موخو ته ونه رسېدل، په زور او ظلم سره به هم ونه رسېږي. یوازینۍ لاره دا ده، چې د ایران د ملت حقوق ومنل شي.
