
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، غزې ته د تګ پر مهال هوايي ډګر کې خبريالانو ته ويلي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ له جګړې خبر شوی او په خبره یې چې له دې سفر راوګرځېده د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سولې هڅه وکړي.
ټرمپ ويلي، «زه د جګړو په ختمولو کې ځانګړی مهارت لرم او دا به په نړۍ کې اتمه جګړه وي چې زه به يې پای ته ورسوم.»
ټرمپ خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ له جګړې چې خبر شوم نو له ځانه سره مې اوس خو په بل کار بوخت یم، بايد لږ صبر وکړم تر څو له دې سفر بېرته راشم او په خبره یې دا جګړه هم پای ته ورسوم.
ډونالډ ټرمپ د حماس غورځنګ او اسرائيلي رژيم ترمنځ د اوربند او سولې تړون د ترسره کېدو په موخه منځني ختيځ ته روان شوی.

