د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د سولې هڅو ته زیان واړوي، دا کار به د مسکو لپاره سختې بدې پایلې ولري.
ټرمپ ویلي، چې د جمعې په ورځ په الاسکا کې پوتین سره د ده غونډه ممکن د اوکراین له ولسمشر سره تر بلې غونډې وروسته وي.
په ورته مهال ټاکل شوې سبا جمعه پوتين او ټرمپ په الاسکا کې سره وګوري او داسې اټکل کېږي چې د سولې په هوکړه کې به اوکراين له ځينو سيمو څخه تېرېږي.
خو هاخوا بيا د اوکراين ولسمشر ويلي، چې د خاورې په قيمت تمامېدونکی د سولې هېڅ تړون ورته د منلو وړ نه ده.