د راپورونو له مخې د امریکا په میشیګن ایالت کې یوه کس ۱۱ تنه د چړې په ګوزارونو ټپیان کړي دي.
ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې پېښه تېره شپه د دغه ایالت د تراورس ښار په یوه سوپر مارکیټ کې شوې او بریدګر د خلکو په مرسته تر نیول کېدو وروسته پولیسو ته سپارل شوی دی.
تر اوسه د پیښې انګیزه نه ده معلومه او نه هم د بریدګر د هویت په اړه څه ویل شوي.