د امریکايي اشغال د لومړي نسل ځينې پاتې شونو او دویم نسل یې په دې وروستیو کې په څرګنده توګه د افغانستان خلاف دریځ نیولی، د افغانستان د پلور او د بیا اشغال لپاره یې په ښکاره لابي او کمپاینونه پیل کړي او په دې سره د تللي حیثیت او دبدبې له کبله د زړه بړاسونه باسي. د امریکا د اوسني بې باکه او متزلزل ولسمشر ټرمپ له څرګندونو وروسته، دوی د هغه خبره د زړه له اخلاصه منلې او دې ته شېبې شماري چې کله به امریکایان بیا ځلي افغانستان ته ور ګرځي او یا لږ تر لږه باګرام اشغالوي، دوی دغو افواهاتو ته لا پسې زور ورکړی او غواړي چې دا کار دې ژر تر ژره وشي.
د دې ترڅنګ همدغه کسان چې اوس تر بېلابېلو نومونو او عنوانونو لاندې په بهر کې مېشت او په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، په سیستماتیکه توګه هڅه کوي چې د افغانستان وضعیت ناوړه وښيي، امریکایان، غربي هېوادونه او آن د افغانستان دایمي دښمنان دې ته وهڅوي چې افغانستان ته زیان ورسوي او دوی ته دلته د پښې ایښودلو زمینه برابره شي. دوی د همدې کار لپاره پر غربي هېوادونو او امریکا سربېره، د جرمي شبکو، استخباراتي ادارو او آن اسرائیلي رژیم دروازې وټکولې، خو چا یې غږ ته لبیک و نه وایه.
تر دې ټولو ور هاخوا، په دې لنډو ورځو کې چې د افغانستان د خاورې د تمامیت، ناموس او هېواد د دفاع موضوع او د پاکستان خاینانه او وحشتناک تيري ته د ځواب ویلو موضوع مطرح شوې، ټول افغان ولس له اوسني حکومت سره په څنګ کې ولاړ دی، خو بل خوا ته همدا جبهو، ډلو او مقاومتیانو په ډېره سپین سترګۍ او په ښکاره توګه د پاکستان خوا نیولې او د هغوی ملاتړ کوي.
دوی چې د اشغال پر مهال پر نورو د پاکستان د ملاتړ ټاپې وهلې، اوس ښکاره د خپل تېر نسل په څېر او آن تر هغوی په ډېره سپین سترګۍ د پاکستاني جنایت ملاتړ کوي او پر خپله خاوره یې ننګ او غیرت لیلام کړ. دا ډلې ټپلې چې کله ځانونه مقاومتیان، کله متحده جبهه، کله آزادۍ جبهه او کله څه او څه بولي، په ښکاره یې د غلامۍ تور ځنځیر په غاړه کې اچولی او پاکستاني یرغل او بې شرمه برید ته پلمې او توجیهات لټوي. دوی بیا په همدې کړنو استدلال کوي چې ګواکې افغانستان آزادوي او ډيموکراسي پکې پلې کوي.
بل لور ته ټول افغان ولس، بوډاګانو، ماشومانو او ځوانانو د هغو امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه وستایله چې د پاکستاني یرغل په وړاندې یې کلک متقابل ځواب ووایه. دوی یې په غاړو کې ګلان ور واچول، د هر ډول مرستې او ملاتړ ډاډ یې ورکړ او دا یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې نادره دفاع او غاښ ماتوونکی ځواب وباله. خو په بهر کې مېشتې دا ډلې ټپلې بیا پاکستاني یرغل ته توجیهات لټوي او د خپل ولس او وطن د خلکو پر مشروع دفاع نیوکې کوي او بېلابېل نومونه ورکوي.
په ټوله کې ویلی شو، چې په بهر کې مېشت مقاومتیان او نورې ډلې ټپلې چې په کاذبو شعارونو او دروغجنو وعدو د ولس او خلکو د تېر ایستلو هڅه کوي، دوی د افغانستان اصلي دښمنان دي، د تېر په څېر هېواد لیلاموي، په ارزښتونو یې لوبې کوي، د خلکو په وینو سوداګري کوي او په بدل کې یې خپل نامشروع ګټې پالي او خوندي کوي. د دوی تېر نسل یو څه په مهارت دا کار کاوه، خو اوسني او دویم نسل یې په ښکاره دا غداري پیل کړې، خو دا غداري له یوې خوا خریدار نه لري او له بلې خوا ورته افغان ولس داسې متوجه دی چې یوه ورځ به ورسره د وېښته، وېښته حساب کوي.
دوی په دې هڅو له یوې خوا وطن ته خپله غداري او خیانت ثابتوي، له بلې خوا ترې ولس نور هم بېزاره کېږي او له دوی سره د کرکې او دښمنۍ زړي یې په زړونو کې وده کوي او ترڅنګ یې په هېواد کې د هېوادپالنې، ابادۍ، آزادۍ، یووالي او ورورولۍ روحیه لا پسې پیاوړې او دوامداره کوي. د دوی دا غداري او خیانت نه تاریخ هېروي او نه ملت او نه به هم دوی د غدر او خیانت دې سودا ته خریدار پیدا کړي، دوی له لا ذلیله کېږي او د تاریخ ګودال ته به لوېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.