د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتین وایي، د جنګي جرمونو ستر جنايتکار پاکستاني پوځ تل د جګړې په ډګر کې د ماتې غوسه او وارخطایي له عام ولس ایستلې ده.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه د بېلګې په توګه د یوې وروستۍ پېښې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان پوځ ډرون برید همدا نن هم د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې یوه اووه کلنه نجلۍ شهیده او یوه تورسرې ټپي کړې ده.

منظور پښتین زیاته کړې، چې د پاکستاني عسکرو له خوا دا ډول ولسي وژنو ګڼې بېلګې په دې وروستیو کې په سوات، باجوړ، مردان، مهمند، کرمه، بنو، لکي مروت، وزیرستانونو، ټانک، شیراني، ژوب او ګڼو نورو پښتني سیمو کې ثبت شوې دي.

د نوموړي په خبره، پاکستاني پوځ د بلوڅانو پر وړاندې هم ورته عمل کړی او د جګړه‌ییزې ماتې په بدل کې یې عام ولس قتل عام کړی.

منظور پښتین له ټولو افغان پښتنو او نورو بشرپالو خلکو غوښتي، چې د دې ظلمونو پر وړاندې عمل وکړي او غږ پورته کړي.

نوموړي خبر ورکړی، چې پښتون ژغورنې غورځنک به د دې جنګي جرمونو پر ضد د امریکا ټیکزاس ایالت کې راټولیږي او ورسره به پي‌ټي‌اېم د جنګي جرمونو نړیواله محکمه کې د دې وحشیانه کړنو پر وړاندې قضیه پرانیزي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version