د راپورونو له مخې، د امریکا اوهایو ایالت کې د ځوانانو پر یوې مېلمستیا وسلهوال برید شوی، چې په پایله کې یې نهه کسان ټپیان شوي دي.
برید په یوه کور کې د زیږون کلیزې په مناسبت پر جوړې شوې مېلمستیا شوی.
د اوهایو پولیسو ویلي، چې له برید وروسته له سیمې خلک په تېښته لیدل شوي؛ خو د بریدګر د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې امریکا کې د ټرمپ نوې ولسمشرۍ له پیل راهیسې وسلهوال بریدونه د پام وړ ډېر شوي دي.
