ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې په عمان کې د امریکا او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو په پای کې پر دې هوکړه شوې، چې د مذاکراتو بهیر به دوام ولري.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د مرکچي پلاوي مشر عباس عراقچي ویلي، د مسقط خبرې یو «ښه پیل» و او دواړو لوریو هوډ څرګند کړی چې دا بهیر روان وساتي.

عراقچي رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې، که خبرې همداسې مثبتې پر مخ ولاړې شي، امکان شته چې دواړه خواوې د منلو وړ یوې هوکړې ته ورسېږي.

ورته مهال رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې واشنګټن له تهرانه غوښتي چې د یورانیمو بډایه کول ودروي؛ خو تهران یې دغه غوښتنه رد کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version