امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل وینزویلایي سیال، نیکولاس مادورو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، دې ټلیفوني مکالمه کې د ټرمپ له خوا مادورو سره د مخامخ لیدنې موضوع هم مطرح شوې ده.

ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې تر اوسه د دواړو لوریو ترمنځ د لیدنې کوم پلان نه‌دی ترتیب شوی.

ورته مهال د وینزویلا ولسمشر ته نږدې دوه سرچینو هم تایید کړې، چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ ټلیفوني خبرې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version