د امریکا جګړې وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دغه هېواد له خوا پیل شوې سمندري کلابندي به نړۍواله بڼه واخلي او هیڅ څوک به د امریکا له اجازې پرته له هرمز تنګي تېر نهشي.
نوموړي د ایران جګړه کې د ناټو د غړو هېوادونو نه ګډون ته په اشاري زیاته کړې، چې امریکا داسې متحدینو ته اړتیا لري چې وړتیا ولري، وفادار وي، او دا درک کړي چې ملګرتیا باید له یوې خوا نه وي.
د امریکا جګړې وزیر ویلي، چې دوی د یوه هېواد په توګه له هرمز تنګي ډېر کار نه اخلي؛ خو اروپایي ټولنه تر ډېره هرمز تنګي ته اړتیا لري.
