د امريکا د فدرالي تحقيقاتو يا ايف‌ بي آی ادارې هندي الاصله‌ مشر کاش پټېل د هند تر کنټرول لاندې په سیلانیانو د وروستي شوي بريد له امله ژوره خواشيني څرګنده کړې او د هند حکومت ته یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

له کاش پټېل‌ وړاندې ډونالډ ټرمپ هم د هند له لومړي وزير نريندرا مودي سره په يوه ټيليفوني اړيکه کې د ياد بريد غندنه کړې وه.

له هند سره د امريکا تر خواخوږۍ او کنايوي‌ ملاتړ وروسته پاکستان خپله وارخطايي پټه نه شوه کړای او لويديځ په تېره امريکا ته په اشارې یې وويل، چې درې لسیزې یې د دوی لپاره له هيڅ ډول ناپاک کار څخه مخ نه دی اړولی.

د هند په کشمير کې بريد، چې په پاکستان ورټپ‌ دی، د دغه هېواد لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی او له پراخو بنديزونو او اړيکو خرابېدو ورهاخوا امکان شته چې هند په پوځي اقداماتو لاس پورې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version