په دې وروستیو کلونو کې د جمهوریت د ناکامو او تښتېدلو څهرو یوه ډله، د بې بنسټه او له حقیقت څخه لیرې ادعاوو په مټ، د ځینو سیمه ییزو قدرتونو او خپلو پخوانیو ملاتړو لپاره لابیګرۍ ته مخه کړې ده. دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د چین د نفوذ، د بشري حقونو د نقض او د ناقانونه وسله والو ډلو د شتون په څېر مسایلو په مطرح کولو سره، نړۍ ته افغانستان د یوه بحراني، خطرناک او د سیمې د امنیت لپاره د یو ګواښوونکي هېواد په توګه ور وپېژني او له همدې لارې بهرنیو قدرتونو ته د سیاسي او پوځي مداخلې زمینه برابره کړي.
خو اصلي پوښتنه دا ده: د دوی دا کړنې له هېواد سره د زړه سوي په موخه کېږي، که د شخصي ګټو او واک ته د بېرته رسېدو لپاره یې کوي؟
که د دې کسانو سياسي مخینې ته یوه لنډه کتنه وکړو، معلومېږي چې د دوی اساسي اندېښنه د ولس ګټې نه، بلکې د خپلو شخصي ګټو خوندي کول او د واک بېرته ترلاسه کول دي. د «بُن» غونډه د دې خیانتونو یوه روښانه بېلګه ده؛ هغه ځای چې همدې خلکو د واک د ترلاسه کولو لپاره په پوره بې پروایۍ سره افغانستان د بهرنيو ځواکونو تر بمبارد لاندې کړ او د همدې بهرنيو ځواکونو سره یې یو ځای د هېواد د بچیانو سینې په مرمیو غلبېل کړې.
د بشري حقونو او د چین د نفوذ له مفاهیمو څخه هم د آلې په توګه استفاده، تر ډېره د عیني واقعیتونو پر بنسټ نه ده ولاړه، بلکې یوه سیاسي حربه ده چې د خپلو شومو موخو د تحقق لپاره يې کاروي. د دوی د ادعا او عمل ترمنځ ښکاره تضاد د هېچا له سترګو پټ نه دی؛ له یوه لوري د هېواد، آزادۍ او خپلواکۍ خبرې کوي او له بلې خوا د بهرنیو قدرتونو په غېږه کې پراته دي، د هېواد د وضعیت په تور ښوودلو او بد انځورولو سره، د هېواد د ثبات د له منځه وړلو، د ملي استقلال د کمزوري کولو او د افغانستان د واقعي بڼې د تخریب هڅه کوي.
د دوی تیرې بدرنګې مخیني او اوسنۍ کړنلارې ته په کتو، په دې کې هېڅ شک نشته چې د دې کسانو لابیګري د هېواد لپاره د خیر غوښتنې په اساس نه، بلکې د واک د تندې او شخصي ګټو لپاره ده، حتی که د هېواد د تباهۍ او د ملي ګټو د قرباني کولو په بیه هم وي.
خو د افغانستان د بدرنګ ښوودلو دا وروستۍ او ناکامې هڅې به تر کوم ځایه ونه رسي؛ ځکه اوس نړۍ ته هم دا خبره ثابته شوې چې افغانستان د پخوا په پرتله ډېر ثبات، امنیت او خپلواکۍ ته رسېدلی دی. د دې تبلیغاتي کمپاین یوازینۍ پایله به د دې هېواد پلورونکو څهرو لا ډیر رسوا کېدل او د دوی د ځان غوښتنې او د قدرت پرستۍ د عمق بربنډېدل وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.