د امریکا د عدلیې وزارت د امریکا د ملي امنیت پر پخواني سلاکار جان بولټن د محرمو اسنادو د ناسم لېږد او استعمال تور پورې کړی.
د راپورونو له مخې، پر هغه ۱۸ بېلابېل تورونه پورې شوي، چې ۸ پکې د دفاعي اسنادو د لیږد او ۱۰ تورونه د دې اسنادو د ناسم ساتلو پورې اړه لري.
ویل شوي، بولټن محرم اسناد د خپل شخصي ایمیل له لارې شریک کړي، او هک شوی ایمیل یې د بهرنیو استخباراتو لخوا کنټرولېده.
د راپورونو لهمخې، که پر ده تورونه ثابت شي نو له ۱۸۰ کاله زندان سره به مخامخ شي.