د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور پورې کړی، چې د وینزویلا طبیعي شتمنیو ته یې سترګې پټې کړي دي.

مادورو ویلي، چې د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې له‌خوا دغه هېواد کې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه یو توطیه ده او دا هر څه یې د هېواد منابعو لوټلو ته د زمینې چمتو کولو لپاره کېږي.

نوموړي ویلي: «که چېرې وینزویلا بډایه طبیعي سرچینې نه درلودای، هېڅ امپریالیستي قوت به زموږ هېواد ته د یرغل او مداخلې نیت نه و کړی.»

مادورو دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ومنله، چې د دغه هېواد استخباراتو ته یې په وینزویلا کې د پټو عملیاتو اجازه ورکړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version