رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د کانګرس ۱۱ کسیز پلاوی چې د ډیموکراټ او جمهوري‌پال ګوند استازي پکې شامل دي، ګرینلنډ ته سفر کړی.

د راپور له مخې، یاد پلاوي د ډنمارک د پارلمان له استازو لومړی وزیر او د ګرینلنډ له لومړي وزیر سره لیدلي دي.

د پلاوي مشر کریس کونز، ویلي چې د دوی سفر د دې لپاره و، څو د ځایي خلکو خبرې او نظرونه واوري او د تاوتریخوالی په کموالي کې مرسته وکړي.

ورته مهال ټرمپ ته نږدې امریکایي سیاستوال، سټېفن مېلر ویلي چې د ډنمارک کوچنی پوځ د ګرینلنډ د دفاع او کنټرول وړتیا نه‌لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version