د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطر وایي، چې د مشرتابه په حکم په یو شمېر دولتي ادارو کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پلې لواء مخکنی قومندان مولوي نورالدین د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د سرپل ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري، د بدخشان ولایت د امنیه قومندان په توګه او د بدخشان ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا نیک محمد ملنګ، دسرپل ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي.

د ښاغلي فطرت په خبره، د فاریاب پوهنتون مخکنی رئیس مولوي حمید ﷲ ارشاد، دتخار ولایت د مرستیال په توګه، د تخار ولایت مخکنی مرستیال ملا محمد نادر حقجو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه او د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ د داخلي امنیت مخکنی مدیر مولوي عبدﷲ رحماني، د همدې ولایت د پوهني د رئیس په توګه ټاکل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version