نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا شمالي کارولینا ایالت کې د یوه وسلهوال برید په پایله کې دوه تنه وژل شوي او ۱۳ نور مرګوني ټپیان دي.
په راپور کې راغلي، چې برید د یاد ایالت په روبسون ښار کې پر یوې مېلمستیا شوی.
امریکایي چارواکو د برید پخلی کړی، خو د برید انګېزې او د بریدګر د هویت په اړه یې څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د دغه هېواد په پنسلوانیا ایالت کې هم د یوه وسلهوال برید پایله کې اوو تنو ته مرګژوبله اوښتې.
د ویلو ده، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې په امریکا کې وسلهوال بریدونه بې ساري ډېر شوي، چې له امله یې د خلکو په منځ کې وېره خپره شوې ده.
