Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د امریکا شین څراغ د پاکستان د زوال پیلامه ده
    سیاسي لیکني

    د امریکا شین څراغ د پاکستان د زوال پیلامه ده

    صابر افغانصابر افغان1 مارچ 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په داسې حال کې چې په اسلام ‌اباد کې ځینې جنرالان د ټرمپ له خوا د «عالي کار» د صفتونو په اورېدو د خوښۍ نڅاګانې کوي، ورسره جوخت یو شمېر د پرځېدلي جمهوریت هغه پخواني تښتېدلي چارواکي چې پرون یې د افغان ملت په برخلیک لوبې کولې، نن د خپلې ماتې د غچ اخیستلو لپاره د دښمن په غېږ کې ناست دي او د افغانستان پر خاوره د پنجاب له بریدونو خوند اخلي.

    دا کاذبه خوشالي د هغو خلکو نښه ده چې نه یوازې د تاریخ له تکرار څخه سبق نه اخلي، بلکې خپل وجدان او ملي هویت یې هم د سیاسي عقدو قرباني کړي دي. تاریخ ثابته کړې چې د پردیو په اشاره د خپل کور ورانول نه یوازې بریا نه ده، بلکې د یوې شرموونکې تباهۍ پیلامه ده.

    که تاریخ ته ځیر شو، امریکا هېڅکله د چا دایمي ملګرې نه ده پاتې شوې، بلکې تل یې نور هېوادونه د خپلو سیمه ییزو اهدافو لپاره د تکتیکي وسیلې په توګه کارولي دي. له ۱۹۷۹م کال راهیسې چې پاکستان د شوروي پر وړاندې د جبهې رول ولوباوه، تر ۲۰۰۱م کال پورې چې د ترهګرۍ(!) ضد جګړې په نوم یې اډې ورکړې؛ پایله یې یوازې د ډالرو څو کڅوړې وې، خو په بدل کې یې خپل امنیت، اقتصاد او ټولنیز جوړښت د لسیزو لپاره د اور په لمبو کې تالا کړل. تاریخ شاهد دی له کوم هېواد سره چې امریکا په همدې بڼه مالي او نظامي مرسته کړې، هغه هېواد وروسته له جدي داخلي بې‌ ثباتۍ او ذلت سره مخ شوی دی.

    تر ټولو بوږنوونکی حقیقت دا دی چې د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر پخواني تښتېدلي چارواکي، چې یو وخت یې د جمهوریت او ملت پالنې نعرې وهلې، نن پر ملکي وګړو د پاکستاني جیټ الوتکو په بمبارد کې خپله نېکمرغي ویني. دوی په داسې حال کې د پنجاب د تېري ملاتړ کوي چې هماغه بمونه د دوی د خپلو وروڼو او خویندو کورونه ورانوي. دا ډله چې پرون یې ملت ته شا کړه او نن د پاکستان شعارونو ته چکچکې وهي، په حقیقت کې د افغانستان په تاریخ کې د ضمیر پلورونکو تر ټولو کرغېړنه بېلګه ده. د دوی دا بې ‌ننګه دریځ ثابتوي چې د دوی لپاره څوکۍ او قدرت تر ملي وقار او د خاورې تر تمامیت ډېر ارزښت لري.

    پاکستاني جنرالان چې نن د افغانستان په نښه کولو سره غواړي د خپلو کورنیو ناکامیو، د اقتصاد د پاشل کېدو او د قومونو د پاڅونونو مخه ونیسي، په واقعیت کې په یوه لوی سراب کې ژوند کوي. دوی فکر کوي چې د ټرمپ ملاتړ به د دوی د پاشل کېدونکي نظام لپاره ژغورونکی وي، خو واقعیت دا دی چې د پردیو په ډالرو جوړ شوی پوځ هیڅکله د یو ویښ ولس مخه نشي نیولای. د پاکستان خاصه شریره پوځي کړۍ غواړي د افغانستان په جګړه کې د امریکا د اجیر سرتېري رول ولوبوي، مګر دا جګړه به د لاهور او پنډۍ په کوڅو کې د هغوی په زوال او مړینه پای ته رسېږي.

    په ننګرهار، کندهار او پکتیا کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه، چې د امریکا په شین څراغ ترسره شوي، یوازې د یوې داسې جګړې لمبې تازه کوي چې لومړی به یې د پاکستان جغرافیه ستراتیژیک زیانونه ویني. هغه پخواني چارواکي چې د دغو بریدونو ننداره کوي، باید پوه شي چې د نورو په لاس د خپل کور ورانول د ویاړ خبره نه ده. پاکستان غواړي افغانستان د امریکا د ستراتیژیکو لوبو قرباني کړي، خو هېروي یې چې د دې خاورې په هره دره کې د امپراتوریو د ماتې تاریخ پټ دی.

    هر هغه څوک چې نن د پردیو په ملاتړ خوښ دي، که هغه د پاکستان جنرالان وي او که د کابل تښتېدلي سیاسي سوداګر، باید پوه شي چې د تاریخ جبر ډېر بې ‌رحمه دی. هغه مرستې چې نن ستاسو لپاره د خوښۍ لامل دي، سبا به د یو هېواد د ملي حاکمیت د پای ته رسېدو سند وي. افغانستان به د خپلو مؤمنو ولسونو په مټ سرلوړی پاتې شي، خو هغه څوک چې د خپلې خاورې پر ضد یې له غلیمانو سره لاس یو کړی، د تاریخ په تورو پاڼو کې به د خاینانو په نوم ثبت شي او د هغوی پر وېروونکې پایلې به هیڅوک هم ماتم ونه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکراچۍ کې پر پولیسو ډزې شوي، دوه عسکر ټپیان شوي
    راتلونکي مقاله د ايران سپاه پاسداران د خپل تاريخ تر ټولو سخت بريدونه پيل کړل

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان د پوځي رژیم نامشروع بریدونه او له هغوی د مقاومت جبهې دفاع

    25 فبروري 2026

    خیالي یووالی؛ سیاسي – تبلیغاتي نمایش او ناکامې هڅې

    25 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 مارچ 2026

    د ايران سپاه پاسداران د خپل تاريخ تر ټولو سخت بريدونه پيل کړل

    د ايران تسنيم خبري اژانس د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې له قوله خبر…

    د امریکا شین څراغ د پاکستان د زوال پیلامه ده

    1 مارچ 2026

    کراچۍ کې پر پولیسو ډزې شوي، دوه عسکر ټپیان شوي

    28 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ايران سپاه پاسداران د خپل تاريخ تر ټولو سخت بريدونه پيل کړل

    1 مارچ 2026

    د امریکا شین څراغ د پاکستان د زوال پیلامه ده

    1 مارچ 2026

    کراچۍ کې پر پولیسو ډزې شوي، دوه عسکر ټپیان شوي

    28 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،110 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،063 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،124 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.