شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي، چې اروپایي هېوادونه دې د ګرینلنډ پر ځای د اوکراین پر جګړې تمرکز وکړي.نوموړي دغه څرګندونې له خبریالانو سره په تازه مرکه کې کړې.ټرمپ دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د ګرینلنډ د نیولو لپاره به له پوځي ځواک کار واخلي او کنه؟ ویلي: «په دې اړه څه نهشي ویلی.»نوموړي تر دې وړاندې د دغې جزیرې د نیولو لپاره د پوځي ځواک د کارولو ګواښ هم کړی و.امریکا ګرینلنډ د خپل ملي امنیت لپاره مهم بولي او وایي، چې که یې ونه نیسي نو روسیه او چین به پرې ولکه ټینګه کړي؛ خو اروپایي ټولنه د دغې سیمې د اشغال مخالفت کوي.ټرمپ له همدې امله پر یو شمېر مهمو اروپایي هېوادونو ګمرکي تعرفې وضع کړي او ګواښ یې کړی چې د مخالفتونو د دوام په صورت کې به یې لا لوړې کړي.