عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوریې پوځ د دغه هېواد الحسکه ولایت الشدادي ښار تر خپل کنټرول لاندې راوستی.

سوریایي پوځ سمدستي دې ښار کې بېړنی حالت اعلان کړی او د هغو داعشي زندانیانو لټون یې پیل کړی، چې د قسد ملېشو له زندانونو تښتېدلي دي.

راپورونه وایي، دغو ځواکونو د فراري داعشیانو له منځه شاوخوا ۲۰۰ تنه بېرته نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې پوځ له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه هېواد په ختیځ کې د قسد او «PKK» ملېشو پر وړاندې پراخ چاڼیز عملیات کړي او ګڼې مهمې سیمې یې له دغو ملېشو پاکې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version