د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد به یې ډېر ژر د اټومي ازموینو لړۍ پیل کړي.

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي ویلي: «امریکا به «د نورو هیوادونو» په څېر اټومي ازموینې ترسره کړي او «ډیر ژر» به یې پیل کړي.»

نوموړي د یوه خبریال دې پوښتنې ته چې دې ازموینو کې به اټومي چاودنه هم شاملې وي، که نه؟ ویلي: «زه نه غواړم تاسو ته په‌دې اړه جزئیات درکړم.»

ټرمپ ویلي، چې امریکا اوس‌مهال د بل هر هېواد په پرتله ډېرې اټومي وسلې په واک کې لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version