د راپورونو له‌مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سعودي عربستان له لوري د F-35 جنګي الوتکو د اخیستو غوښتنه ارزوي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي، چې دا موضوع به د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره د راتلونکې اوونۍ په لیدنه کې د بحث مهمه برخه وي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د ابراهیم تړونونه به هم په خبرو کې شامل وي او هیله یې ښودلې چې سعودي ژر د دې لړۍ برخه شي.

ورته مهال د امریکا جګړې وزارت په دې اړه خپلې اندېښنې په لیکلې بڼه سپینې ماڼۍ ته استولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version