انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران پر وړاندې د امریکا د سیاست په اړه د خلکو ملاتړ شته، خو د تېلو او پټرولو د بیو لنډمهاله لوړوالي د منځمهالو ټاکنو پر پایلو او د جمهوري غوښتونکو پر ماتې اغېز کړی دی.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، امریکایان ښايي د ایران په اړه له ده سره موافق وي، خو د جګړې له امله د پټرولو د لوړو بیو لګښت زغملو ته چمتو نه وو. نوموړي د تېلو د بیو د بېرته ټیټېدو هیله هم څرګنده کړې ده.
هغه د ایران په اړه ویلي، که تهران د امریکا غوښتنې ومني او د اټومي وسلو د نه جوړولو په اړه یوه الزاماوره هوکړه وکړي، واشنګټن به هوکړې ته چمتو وي؛ خو که ایران همکاري ونه کړي، امریکا به خپل پوځي اقدامات بشپړ کړي.
ټرمپ همداراز ویلي، له ډیموکراتانو سره د کانګرس په راتلونکې دوره کې پر ځینو موضوعاتو همکاري کولی شي، خو د دوی له خوا وړاندې کېدونکي هغه قوانین به ویټو کړي چې د ده په وینا، د منلو وړ نه وي.


