د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د امارتي شرکتونو لوی ریاست او عزیزي شرکتونو ترمنځ د جوزجان د جنګلکلان طبیعي ګازو او د بغلان د پلخمري د ډبرو سکرو د استخراج او انرژۍ تولید تړونونه لاسلیک شول.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د معلوماتو له مخې، دواړې پروژې د شاوخوا ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره طرحه شوي او تړونونه یې د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوي دي. تمه ده، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا پنځه زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
دا تړونونه له هغه وروسته لاسلیک شول، چې ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي شرکتونو له عمومي رئیس میرویس عزیزي سره په کتنه کې د یادو شرکتونو د پیل شویو او پلان شویو اقتصادي پروژو په اړه خبرې وکړې.
میرویس عزیزي په افغانستان کې د ګازو او ډبرو سکرو د استخراج او برېښنا تولید په برخو کې د پانګونې ژمنه کړې او ویې ویل، چې اوس مهال په غزني، نغلو او باریکآب کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژې هم روانې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دغو پانګونو هرکلی کړی او له اړوندو دولتي ادارو یې غوښتي، چې د پروژو د عملي کېدو لپاره له عزیزي شرکتونو سره بشپړه همکاري وکړي.


