د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د شمالي کوریا له مشر «کېم جونګ اون» سره لیدنې ته لېواله دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، ټرمپ دغه څرګندونې تېره ورځ د جنوبي کوریا له ولسمشر «لي جائه میونګ» سره د لیدنې پر مهال کړي.
نوموړي خبریالانو ته ویلي: «زه غواړم دا لیدنه ترسره شي. له کیم سره په یوه مناسب وخت کې لیدنې ته په تمه یم.»
له بلې خوا د جنوبي کوریا ولسمشر د ټرمپ هڅې ستایلي او هیله یې ښودلې، چې نوموړی د شمالي کوریا له رهبر سره تعامل ته دوام ورکړي.