د سوریې په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي ټام باراک اعلان کړی، چې د واشنګټن په منځګړیتوب د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د سوریې ولسمشر احمد الشرع ترمنځ د اوربند هوکړه شوې ده.

د راپورونو له‌مخې، باراک دغه خبر تېره ورځ (جمعه) ورکړی او له ټولو قومي او مذهبي ډلو، په ځانګړي ډول له دروزیانو او سني عشایرو غوښتي، چې وسلې پر ځمکه کېږدي او له نورو قومونو سره یوځای تر یوه واحد هویت لاندې په سوله کې ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سوریې ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول اردن او عراق، هم د دې اوربند هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د سوریې په السوېداء ولایت کې د دروزي لږه‌کیو او عرب قبایلو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او صهیونیستي رژیم له دروزیانو د ملاتړ په پلمه د سوریې پر حکومتي تأسیساتو درانه هوایي بریدونه وکړل.

الشرع له صهیونیستي بریدونه وروسته خبرداری ورکړ، چې د اسرائیلو پر وړاندې له جګړې ډار نه‌لري؛ خو د خپل ولس د یووالي او لوړو ګټو په‌پار د جګړې ډګر ته نه‌‌کېوځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version