د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې پر ټولنیزو رسنیو تهدید، سپکاوی، ګواښ او د مستعارو ادرسونو له لارې د خلکو ځورول جرم بلل کېږي او د یاد وزارت له خوا د تعقیب او قانوني چلند وړ دی.
ښاغلي خیبر ویلي، چې ټولنیزې رسنۍ د مؤثقو معلوماتو، تعلیم، سوداګرۍ او عامه پوهاوي لپاره دي، نو باید همدا موخې پکې تعقیب شي.