د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کميسيون په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ملي دفاع وزير او د دغه کميسيون د مسؤل مولوي محمد يعقوب مجاهد په مشرۍ نوبتي غونډه د هېواد د اقتصادي پروژو د امنيت او ساتنې په تړاو ترسره شوه.

‏د سرچينې په خبره غونډه کې د هېواد پر عمومي امنيتي وضعيت او د پولو د خونديتوب پر موضوعاتو سربېره اقتصادي پروژې د هېواد د ثبات او د خلکو د باور د پياوړتيا اساس بلل شوي او د روانو پروژو پر امنيتي تدابيرو هر اړخيز بحث شوی.

‏همداراز غونډه کې د امنيتي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا زياتوالي او د امنيتي پلانونو د تطبیق په اړه مشخصې پرېکړې شوي، تر څو يادې پروژې په غوره او مؤثره توګه تر سره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version