Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د اوبو او برېښنا وزارت په هېواد کې ۱۵۵ چکډیمونه جوړوي
    افغانستان

    د اوبو او برېښنا وزارت په هېواد کې ۱۵۵ چکډیمونه جوړوي

    صابر افغانصابر افغان17 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اوبو او برېښنا وزارت مسوولین وايي، سږ کال په پام کې لري چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ۱۵۵ چکډیمونه جوړ کړي.

    د یاد وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي، پرو سږکال یې هم په ټول هېواد کې ۱۹۸ چکډیمونه جوړ کړي وو او اوس هم د ځینو چکډیمونو د جوړولو چارې روانې دي.

    د عابد په خبره، یادو چکډیمونو ته ۴۲۰ مېلیونه افغانۍ بودیجه هم ځانگړې شوې ده، چې د حکومت له لوري ورکول کېږي.

    دی وايي، د اوبو او برېښنا وزارت پرو سږکال د هېواد په کچه ۱۴۰ چکډیمونه په پلان کې لرل، چې له ډلې ۱۳۰ چکډیمونو قراردادونه شوي، ۵۰ چکډیمونه جوړ شوي او پر پاتې نورو کار روان دی.:«جوړ شوي چک‌ډیمونه په کابل، غزني، لوگر، بامیان، پروان او ننگرهار ولایتونو کې دي.»

    د اوبو او برېښنا وزارت سربېره د کرنې وزارت هم وايي، چې سږ کال په پام کې لري چې د هېواد په ځینو سیمو کې چکډیمونه جوړ کړي.

    د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، پرو سږکال یې د ۴۱۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳۸ چکډیمونه یې په روزگان، کندهار، تخار، جوزجان، بدخشان، ننگرهار، لغمان، فاریاب، بامیان او دایکندي ولایتونو کې جوړ کړي دي.

    د اوبو چارو کارپوهان وايي، چک‌ډیمونه د وچکالۍ زیانونو کمولو، د سېلابونو مخنیوي، د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو کچې لوړېدو او د ځمکې د تخریب مخنیوي په موخه ښه ثابېدای شي.

    د دوی په خبره، د اوبو مدیریت بېلابېلې کړنلارې او په بېلابېلو کچو تر سره کېدای شي، نو اوسمهال د افغانستان حکومت ته دا په کار ده چې خپلې هغه زېرمې چې حیاتي ارزښت لري، مدیریت کړي.

    مخکینۍ مقالهتېره میاشت د ۱۴۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي
    راتلونکي مقاله د (نور) او (بریا) تلوېزونونو رسنیز فعالیت وځنډول شو

    مربوطه لیکنې

    روان کال پنجشېر کې پر زیانمنو او مستحقو کسانو ۳۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوي

    14 مارچ 2026

    کورنیو چارو وزارت: نهو ولایتونو کې نږدې ۴زره پولیس له زده‌کړو فارغ او دندو ته چمتو شول

    14 مارچ 2026

    دفاعي ځواکونو ننګرهار کې لسګونه راستنو شویو کورنیو ته مرستې ووېشلې

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 14 مارچ 2026

    المرصاد: داعش وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی

    ‏المرصاد نشراتي ادارې د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې له استخباراتي ادارو سره…

    د هرمزد تنګي د تړل کېدو له امله اسټرالیا کې د تېلو زېرمې مخ په ختمیدو دي

    14 مارچ 2026

    روان کال پنجشېر کې پر زیانمنو او مستحقو کسانو ۳۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوي

    14 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    المرصاد: داعش وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی

    14 مارچ 2026

    د هرمزد تنګي د تړل کېدو له امله اسټرالیا کې د تېلو زېرمې مخ په ختمیدو دي

    14 مارچ 2026

    روان کال پنجشېر کې پر زیانمنو او مستحقو کسانو ۳۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوي

    14 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.