د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمهییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې مولوي عبدالکریم فاتح په دې غونډه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي.
نوموړی به همدارنګه د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه د ایکو د غړو هېوادونو له استازو سره خبرې اترې وکړي.


