د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلينسکي ویلي، چې هېواد یې له یوه سخت انتخاب سره مخ دی.

هغه ویلي، اوکراین باید یا د خپلواکو حقونو د دفاع لپاره ودرېږي او یا هغه امریکایي ملاتړ وساتي چې ورته اړتیا لري، خو ټینګار یې کړی، چې د سولې اوسنۍ طرحه تر ډېره د روسیې په ګټه ده.

زېلېنسکي پرون خپل ولس ته د وینا پرمهال ویلي، چې کېدای شي د سولې د پلان پر سر د اختلاف له امله کیېف د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي.

بل لور ته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د هغه پلان هرکلی کړی چې له اوکراین سره د مسکو نږدې څلور کلنه جګړه پکې پای‌ته رسیږي.

ياده دې وي، چې د واشنګټن په وړانديز شوي پلان کې روسیې ته د اوکراين د خاورې د ځينو برخو سپارل شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version