د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزير عباس عراقچي او د منځني ختيځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازی سټيف ويتکوف به نن يو ځل بيا د عمان په پلازمېنه مسقط کې په غير مستقيم ډول د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې دواړو لوریو د ایټالیا په پلازمېنه روم کې خبرې کړې وې او تر هغې یوه اوونۍ مخکې بیا د شنبې په ورځ دواړو لوریو په مسقط کې خبرې کړې وې چې دواړو خواوو د تېرو دوه اوونیو خبرې رغنده بللې دي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ له ټایمز مجلې سره په مرکه کې ویلي و، چې له ایران سره به یوې موافقې ته ورسیږي، خو نوموړي هغه ګواښ بیا تکرار کړ، چې که خبرې اترې ناکامه شوې، نو پوځي اقدام خو چا وړی نه دی.