هندي رسنیو راپور ورکړی چې د نوي ډیلي او مسکو ترمنځ له هوا څخه هوا ته د توغول کېدونکو پرمختللو توغندیو د پېر تړون لاسلیک شوی دی.

د راپورونو له مخې، دا تړون ۱.۲ میلیارد ډالره ارزښت لري، چې له مخې به هند ته د «R-37M» نږدې ۳۰۰ توغندي وسپارل شي.

ویل شوي، دا توغندي د اوږد واټن لپاره ډیزاین شوي او د عصري جګړو په ډګر کې مهم رول لري.

سرچینې زیاتوي، د تړون له مخې د هند هوايي ځواک به د دغو توغندیو لومړۍ جوپه شاوخوا یو نیم کال وروسته ترلاسه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version