رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي پروګرام د شخړو د حل په موخه د پنځم پړاو خبرې پرون ورځ د ايټاليا په پلازمېنه روم کې د محدود پرمختګ په درلودلو سره پای ته رسېدلي.

رویټرز د یوې باوري سرچینې په حواله ویلي، که څه هم د راتلونکو خبرو کره نېټه او ځای لا نه دی روښانه، خو تمه ده چې خبرې به دوام ومومي.

ياده دې وي، چې تر اوسه لا امریکایي پلاوي په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version