د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران لا هم پر امریکا بشپړ باور نه لري، خو د برجام په پرتله غوره هوکړه ترلاسه کېدای شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې خبرې یوازې د اټومي پروګرام په اړه دي او د توغندیو موضوع پکې شامله نه ده.
عراقچي همداراز د یورانیمو سوله ییز غني کول د ایران مشروع حق بللی دی.
بلخوا بيا ټرمپ ویلي، ښه هوکړه هغه ده، چې نه پکې اټومي وسلې وي او نه بالستیک توغندي.
