د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هغه برید چې ټاکل شوې وه د سېشنبې په ورځ پر ایران ترسره شي، د عربي هېوادونو د مشرانو په غوښتنه یې ځنډولی دی.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیال» کې لیکلي، چې د قطر د امیر، د سعودي عربستان د ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د ولسمشر په غوښتنه یې دا اقدام موقتي درولی دی.
هغه زیاته کړې، چې اوس مهال جدي خبرې روانې دي او د امریکا متحدین باور لري چې داسې یو توافق ته د رسېدو امکان شته چې د واشنګټن لپاره به د منلو وړ وي.
