د افغان حکومت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت وایي، چې افغان حکومت د اداري فساد له منځه وړلو او شفافیت رامنځته کولو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي، د فساد کچه تر پخوا ډیره ټیټه شوې او ښې لاسته راوړنې هم لري.

د نوموړي په وینا، ځیني بنسټونه چې په افغانستان کې استازولۍ او حضور نه‌لري، د ځمکنیو واقعیتونو او موثقو منابعو پر ځای اټکلي قضاوتونه کوي چې کره نه دي.

ښاغلي فطرت هیله ښودلې، چې دغه بنسټونه دې افغانستان ته راشي او ودې ګوري چې افغان حکومت د اداري پروسیجرونو په ساده کولو، د فساد په له منځه وړلو او شفافیت رامنځته کولو لپاره څومره اغېزناک کار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version