Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د ايران جګړه د منځني ختیځ ګرځندوی سکټور ته په ورځني ډول ۶۰۰ میلیونه ډالره زیان اړوي
    منځنی ختیځ

    د ايران جګړه د منځني ختیځ ګرځندوی سکټور ته په ورځني ډول ۶۰۰ میلیونه ډالره زیان اړوي

    عمران آغاعمران آغا12 مارچ 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سفر او ګرځندوی نړیواله اداره (WTTC) وايي، چې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ روان کړکېچ د منځني ختیځ د ګرځندوی سکټور ته هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالر زیان اړوي.

    دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نړیوالو سیلانیانو د لګښتونو کمېدو، د هوايي سفرونو ګډوډۍ، د مسافرو د امنیتي اندېښنو زیاتېدو او د سیمې د ترانسپورتي اړیکو د ګډوډېدو له امله دا سکتور له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ شوی دی.

    د سرچينې د معلوماتو له مخې، منځنی ختیځ د نړۍ د ګرځندوی شاوخوا پنځه سلنه برخه جوړوي او نږدې ۱۴ سلنه نړیوال ټرانزیټي مسافر له همدې سیمې تېرېږي.

    د ګرځندوی نړیواله اداره زیاتوي، چې په عادي شرایطو کې د دوبۍ، ابوظبۍ، دوحې او منامې هوايي ډګرونه هره ورځ شاوخوا ۵۲۶ زره مسافرو ته خدمات وړاندې کوي؛ خو په تېرو دوو اوونیو کې د دغو مهمو هوايي مرکزونو فعالیتونه له جدي ګډوډۍ او ګڼې ګوڼې سره مخ شوي دي.

    د معلوماتو له مخې د ايران جګړې پر نړیوال هوايي چلند هم اغېز کړی او د نړۍ په یو شمېر هوايي لارو کې د ټکټونو بیې لوړې شوي او هوايي شرکتونو د محدود هوايي حریم او عملیاتي ستونزو له امله د خپلو پروګرامونو بدلون ته مخه کړې ده.

    د یاد سازمان د اټکل له مخې، تمه کېده چې منځنی ختیځ به په ۲۰۲۶ کال کې د نړیوالو سیلانیانو له لګښتونو څخه شاوخوا ۲۰۷ میلیارده ډالر عاید ترلاسه کړي؛ خو روان کړکېچ پر دې اټکل فشار راوستی دی.

    مخکینۍ مقالهعراقچي او انتونيو ګوتريش پر ايران د امريکا او اسرائيل بريدونو د پایلو په اړه خبرې کړي
    راتلونکي مقاله امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي

    مربوطه لیکنې

    د اسرائیل پخوانيو لومړي وزيرانو د نتنياهو پر ضد ګډ ائتلاف جوړ کړ

    27 اپریل 2026

    د حزب الله مشر د لبنان حکومت او اسرائيل ترمنځ د مستقیمو خبرو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې

    27 اپریل 2026

    صهیونیستي پوځ کې د ځان‌وژنې پېښې د پام وړ زیاتې شوي

    27 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 اپریل 2026

    د کورنیو چارو وزیر افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره کتلي

    ‏د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي، ضمیر…

    د امريکا بهرنيو چارو وزير هرمز تنګی د ايران اقتصادي اټومي وسله وبلله

    28 اپریل 2026

    القاعدې ځواکونو د مالي په کيدال ښار کې د ترکي ډرون الوتکو کنټرول خونه نيولې

    28 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کورنیو چارو وزیر افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره کتلي

    28 اپریل 2026

    د امريکا بهرنيو چارو وزير هرمز تنګی د ايران اقتصادي اټومي وسله وبلله

    28 اپریل 2026

    القاعدې ځواکونو د مالي په کيدال ښار کې د ترکي ډرون الوتکو کنټرول خونه نيولې

    28 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،159 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،194 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.