نړيوالو رسنيو راپورونه ورکړي، چې د ایران د حکومت د نسکورولو د هڅو له ناکامۍ وروسته د اسرائیلو د استخباراتي ادارې (موساد) نوي مشر رومن ګفمین خپل مرستیال له دندې ګوښه کړی دی.
ویل کېږي چې د موساد د نړیوالو اړیکو څانګې مشر هم استعفا ورکړې او ښایي نور چارواکي هم له دندو لرې شي.
سرچينو ويلي، چې د ګوښه شوي مرستیال نوم نه دی خپور شوی.
ياده دې وي، چې د ايران پر وړاندې د تېرې جګړې له ناکامېدو وروسته د امريکا او اسرائيل حکومتونو دننه ګڼ مخالفتونه او نيوکې رابرسېره شوې دي.


