سي بي اېس نیوز راپور ورکړی، چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ په پام کې لري د ایران له کنګل شویو شتمنیو څخه د هغو زیانونو د جبران لپاره استفاده وکړي، چې د ایران د بریدونو له امله د خلیج عربي هېوادونو ته اوښتي دي.
د راپورونو له مخې، نوموړي یو ځانګړی ټیم هم ګومارلی څو د هغو زیانونو د ترمیم لګښتونه وارزوي چې د یادو بریدونو له امله رامنځته شوي دي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي ویلي، د ایران ټینګار دا دی چې د تفاهملیک له لاسلیک سره سم دې د کنګل شویو شتمنیو ۵۰ سلنه برخه سمدستي ور وسپارل شي.


