د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د اعلامیې په خپرولو سره تائید کړه، چې په فردو، نطنز او اصفهان اټومي مرکزونو بریدونه شوي دي.

‏په دې اعلامیه کې راغلي، چې یاد بریدونه له نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه د اټومي وسلو د نه خپرېدو (NPT) له هوکړې ښکاره سرغړونه ده او د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان په همکارۍ شوي دي.

‏همدا راز د ایران د اټومي انرژۍ سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د امریکا دغه اقدام وغندي او له ایران سره د حقونو په تر لاسه کولو کې همکاري وکړي.

دغه سازمان همدا راز د ايران ولس ته ډاډ ورکړی چې د خپلو زرګونه اټومي متخصصينو پرمټ به د اټومي وسلو جوړولو ملي صنعت ته دوام ورکوي او هېڅوک یې مخنيوی نشي کولای.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version