د ايران د مهر خبري اژانس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي، چې له امریکا سره په مذاکراتو څه نه ترلاسه کېږي او په خبره یې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طمعو سره کار نه لري.

د سرچينې په خبره عراقچي زياته کړې، چې ایران له خپلو ګټو سره کار لري او هغه څه چې په ګټه یې وي وبه یې کړي.

عراقچي همدا راز د ټرمپ له خوا د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي ته د استول شوي لیک په اړه ویلي، چې د لیک لېږلو استول د ډیپلوماسۍ یوه برخه ده او په خبره يې، کېدای شي د فشار او ګواښ برخه هم وي.

عراقچي همدا راز زیاته کړې «موږ د جګړې لپاره تیاری لرو او وېره هم ترې نه لرو، خو د جګړې غوښتونکي نه یو او دا څرګنده ده».

تېره اونۍ د ایران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌يي هم ویلي و، چې امریکایان دې پوه شي چې هېڅکله هم ایران ته په ګواښ څه ترلاسه کولای نه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version