د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له الجزیرې سره په مرکه کې ويلي، چې د دوی او امریکا ترمنځ هېڅ ډول مذاکره نشته او اوربند نه مني.

​ نوموړي ويلي، مذاکره هغه وخت وي چې دوه هېوادونه هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې اترې وکړي او په وينا یې داسې څه زموږ او د امریکا ترمنځ شتون نه لري.

​ عراقچي ويلي، د امریکا له لوري پیغامونه ترلاسه کوي؛ چې ځینې یې مستقیم دي او ځینې یې په سیمه کې د خپلو ملګرو له لارې استول شوي دي.

هغه ټينګار کړی، چې د پیغامونو تبادله چې کله ناکله د ايران له لوري خبرداری وي او یا مقابل لوری کومه نکته ولري، د دې نوم مذاکره نه ده، مګر دا لړۍ روانه ده.

​ د عراقچي په خبره له همدې امله، تر اوسه هیڅ ډول مذاکره نه ده شوې او هغه ادعاوې چې په دې اړه مطرح کېږي، سمې نه دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version