پاکستان د خپل لنډ تاریخ په اوږدو کې د جنګ ځپلي او زیانمن افغانستان پر وړاندې تل ظالمانه او د ستم چلند کړی، له هر فرصت څخه یې د دې هېواد پر وړاندې ناوړه استفاده کړې او همېشه یې له بره ورته په کمه سترګه کتلي دي. د افغانستان په معاصر او له جګړې وروسته پړاو کې یې هم د دواړو هېوادونو له سوداګریزو او اقتصادي فرصتونو ناوړه ګټه پورته کړې او د افغانستان د پرمختګ، ترقۍ او حتی پراختیا لارې یې تړلې یا محدودې ساتلې دي.
خو د اوسني حکومت له رامنځته کېدو سره د دې هېواد په اړه د پاکستان پخوانۍ ټولې معادلې بدلې شوې او په حقیقت کې یې پټه ولکه او نفوذ کمزوری شوی، له یوې نوې خپلواکې سیاسي تګلارې او لیدلوري سره مخ شوی چې له پخوانیو تعاملاتو سره بنسټیز توپیر لري او نور د پاکستان لپاره پکې یو اړخیزه او د ګټې وټې لاره نه لیدل کېږي.
پاکستان چې د دې متقابل او ځواب ویونکي چلند د زغملو توان یې نه درلود او لا هم د تېر په خیالونو کې ډوب و، د سالمو سیاسي اړیکو پر ځای یې ناسمو لارو ته مخه کړه او د ښکاره او پټو دسیسو په کارولو سره یې، په لومړي ګام کې د تفرقې اچوونکو غونډو په جوړولو سره د جمهوریت د دورې د تر وخت تېرو سیاسي څېرو د رابللو هڅه وکړه، تر څو دې سیاسي لوبې ته بل رنګ ورکړي؛ خو له پرله پسې ناکامیو سره مخ شو. په پای کې یې د مستقیم تاوتریخوالي او ناځوانه برید لاره خپله کړه، پر هستوګنیزو سیمو یې راکټي بریدونه وکړل او د بې ګناه خلکو ژوند یې واخیست.
پاکستان په دې خام تصور کې و چې ګواګې افغانستان د پخوا په څېر، د غبرګون او د بالمقابل مبارزې وړتیا نه لري، یا په وېره کې ژوند کوي او پاکستان به د څو بزدلانه بریدونو په وسیله وکولای شي معادلې په خپله ګټه واړوي او د دواړو هېوادونو د مرګ او ژوند په لوبه کې به بری ترلاسه کړي. خو د افغانستان اوسني حکومت د خپل هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته تر هر څه ډېر ارزښت ورکړی او د بهرنیو تېریو پر وړاندې چټک او ځپونکی غبرګون ښيي.
له همدې امله پاکستان یو ځل بیا یو ګام شاتګ وکړ او بېرته یې د تېر حکومت سوځېدلي مهرې او معلوم الحال کسان چې په استخباراتي کړیو او خپلو منافقانه ګټو پورې تړلي دي؛ راوبلل او د «یووالي او اعتماد» تر سرلیک لاندې د یوې غونډې په جوړولو سره یې هڅه وکړه چې د افغانستان روان حالت ته بله او بدله بڼه ورکړي؛ حال دا چې آن د پخواني حکومت ځینو تښتېدلو څېرو هم دې بلنې او ګډون ته د رد ځواب ورکړ او ویې نه غوښتل چې د دې ناولې لوبې ګډونوال شي.
له دې ټولو سره سره، په دې کې هېڅ شک نشته چې د دې پېښو تر شا هغه پټ لاسونه ښکېل دي چې نه غواړي افغانستان په سیاسي لوبو کې مهم او اغېزناک رول ولري او یا هم د ثبات او خپلواکۍ لوړو ته په رسېدو سره د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره لازم ځواک او اقتدار ترلاسه کړي.
په دې لړ کې پاکستان هم له یوې سوځېدلې او رسوا شوې مهرې پرته بل څه نه دی؛ داسې مهره چې د دواړو غاړو د بې ګناه خلکو ژوند په خطر کې اچوي، د دواړو جغرافیو ملي او طبیعي سرچینې ضایع کوي، یوازې د دښمنانو د ګټو لپاره کار کوي او د پردیو د لاس د آلې رول لوبوي.
د دې غونډې څرګنده او محسوسه پایله به د پخوانیو ناکامو غونډو په څېر وي، د رابلل شویو مېلمنو د یوې برخې نه ګډون دا ښيي چې د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو له لوري د دې هېواد د ګټو جرګې ته د افغانستان د تښتېدلو مخالفینو د راجلبولو بهیر ورو ورو خپل اغېز له لاسه ورکوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
