د ايران د نفتو وزارت هغه اوازې په کله رد کړي چې ګواکې د اصفهان د نفتو د تصفیې فابریکه د اسرائيلي رژيم د بريدونو په پايله کې تخريب او فعاليت یې په ټپه ولاړ دی.

ياد وزارت وايي، د اصفهان د نفتو د تصفيې فابريکې ټول عملیاتي واحدونه، تاسیسات او بېلابېلې برخې په باثباته حالت کې دي او د دغې فابریکې کارکوونکي د سون‌توکو د تولید او تأمین بهیر پرته له ځنډه پرمخ وړي.

ياده دې وي، چې د اصفهان د نفتو د تصفيې فابريکه د ايران په کچه يوه له لويو فابريکو شمېرل کېږي، چې نن یې د اسرائیلو په بريد کې د تخريب او اورلګېدو اوازې خپرې شوې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version